خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د سعودی خپل همڅنګ فیصل بن فرحان السعود سره تيلي فوني تماس

image

اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د سعودی خپل همڅنګ شهزاده فیصل بن فرحان السعود سره تيلي فوني تماس نيولې۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بیان له مخې دواړه خارجه وزيرانو خپلو كښې د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي په اړه په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی د کرونا وائرس وباء له امله د سعودی وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره هغه سره غمرازي ښكاره كړه۔ خارجه وزير د سعودی عرب د اړخه د کرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره په وخت اقدامات وستائل۔خارجه وزير د دې نړيوالې وباﺀ خپريدو مخنيوي لپاره هغه د پاکستان د اړخه د شوو هڅو څخه خبر كړو۔ خارجه وزير د سعودی خپل همڅنګ له په کرونا نړيوالې وباﺀ قابو موندلو لپاره د سعودی عرب د اړخه په كامياب جی ۔ 20 ورچوئل سمټ كولو مبارکي وركړه۔ خارجه وزير شاه محمود قریشی د سعودی عرب پايه تخت ریاض او جیزان كښې د توغندي بريد سخته غندنه كولو سره د سعودی دفاعی پوځ کردار ستائنه وكړه چا چې په وخت د بريد مخنيوې سره قیمتی ځاني زيان له لار نيولې۔ خارجه وزير د پاکستان د اړخه سعودی عرب او اولس لپاره د يووالي څركندونه كولو سره د اسلامي هيواد سلامتیا او جغرافیائی سالمیت د كوم هم جارحیت په ضد د سعودی عرب د بشپړه ملاتړ او مرستې عزم پخلې وكړو۔د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان د کرونا نړيوالې وباﺀ له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونې ، ریاض او په جیزان د توغندي بريدونو په ضد په اصولی موقف خپلولو او د سعودی حکومت او اولس سره د يووالي په څرګندونه د خارجه وزير مننه وكړه۔ د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل په كامياب جی ۔ 20 ورچوئل سمټ كولو د خارجه وزير شاه محمود قریشی د اړخه په وركړې مبارکۍ هم مننه وكړه۔ د سعودی خارجه وزير د پاكستان خپل همڅنګ مخدوم شاه محمود قریشی خبر كړو چې د نړيوالې وباﺀ ترمخه محدود معاشی وسائل لرونكو هيوادونو قرض ری سټرکچرنګ تجویز پشمول د پرمختلليو هيوادونو معاشی معاونت په زياتو اړخونو جی ۔ 20 ورچوئل سمټ په مهال غور شوې۔ دواړه خارجه وزيرانو د دې نړيوال چیلنج مخنيوي او شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره مشاورتی سلسله روانه ساتلو پريكړه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں