اسلام آباد۔ 12 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان نړيوالو لارښودو ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او نړيوالو مالياتي ادارو مشرانو ته درخواست كړے چې د کورونا وائرس صورتحال مقابلې له د پاكستان په شمول د پرمختګ كوونكو هېوادونو په قرض ستنولو كښې آساني راپېدا كړې شي۔ د اتوار په ورځ نړيوالې ورورولۍ ته خپل خطاب كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د كورونا صورتحال ټوله نړۍ ځپلې ده ولې په پرمختګ كړو او پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې په دې حقله جلا جلا غبرګون رامخې ته شوې۔ پرمختللې هېوادونه د وسائلو او پېسو كمې نه لري ٬ په دېره پېسه مصرف كولو د صورتحال مقابله كوي ولې پرمخت كوونكو هېوادونو اولسونه د لاك ډاؤن او د معاشي هلو ځلو نشتوالي له امله لوږې او سختو معاشي مسئلو سره مخ دي۔ جاپان يو ټريلين ډالر ٬ المان يو ټرېلين يورو او امريكې د 2.2 ټریلین پېکج وركړې ولې پاكستان د چا آبادي چې 22 کروړه ده او د وسائلو كمۍ سره مخ دے د دې باوجود 8 اربه ډالره مصرف كوي۔ ده نړيوالو لارښودو او د نړيوالو مالياتي ادار مشرانو او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته درخواست وكړو چې په دې صورتحال كښې د پاكستان په شمول د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره قرض ستنولو په اړه آساني راپېدا كړي ولې چې پرمختګ كوونكې هېوادونه دوه ډول مسئلو سره مخ دي يو اړخ ته د كورونا وائرس څخه خپل اولس بچ كوي او بل اړخ ته د لاك ډاؤن او معاشي صورتحال د لاسه دوئي د لوږې څخه هم ساتي۔ وزیراعظم ووئيل كومه مسئله چې د پاكستان ده هم هغې سره زياتره پرمختګ كوونكې هېوادونه هم مخ دي۔ ده ووئيل مونږ دومره وسائل نه لرؤ چې په صحت ئې مصرف كړې شو۔ ده ووئيل خلق د لوږې څخه ساتلو لپاره هم د وسائلو كمې شره مخ يو۔