د قامي معيشت بېلا بېلو څانګو سره د تعلق لرونكو كسانو اېسوسي اېشنز او تنظيمونو لخوا د حكومت د ريليف پېكج هركلے٬

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) د قامي معيشت بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو اېسوسي اېشنز او تنظيمونو لخوا د حكومت د ريليف پېكج هركلي سره وئيلي شوې چې كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې په كاروباريانو د كرونا وباء له امله د اضافي بوج مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي۔ د يونين آف سمال اېنډ مېډيمانټرپرائزز (يوني سيم) د حكومت لخوا د 1200 اربه روپو د ريليف پېكج هركلي كولو سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې د كرونا وائرس وباء ځپلو ٬ كاروباريانو او صنعتونو ته ګټه به ورسي۔ د يونين صدر ذوالفقار ظهور ووئيل د وزيراعظم په دې پېكج كښې د يونين څلور مطالبې منلې شوي۔ د پاكستان رېډي مېډ ګارمنټس مېنوفېكچررز اېنډ اېكسپورټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن اعجاز كهوكهر د وزيراعظم لخوا د ريليف پېكج پرېكړه ځوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به صنعتونو ته ګټه ورسيږي ۔ د پاكستان بېډ ويئر اېكسپورټررز اېسوسي اېشن د پېكج هركلي كولو سره وئيلي دي ريفنډ لپاره سل اربه روپۍ مختص كول خوشبينه دي خو ضرورت د دې خبرې دے چې دا لا زيات كړې شي۔ د آل پاكستان انجمن تجرانو صدر اشرف بهټي د حكومت لخوا بېلا بېلو طبقولپاره ريليف پېكچ خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي په اوسنۍ وضعه كښې سوداګر هم ځپلې شوي او حكومت د دې طبقې د يوټلټي بلز يا د ټېكسونه بخښلو سره ادائيګي موخر كړې دي

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں