د وزیرِ اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وائرس چېلنج مخنيوي له بېلو څانګو كښې د پورته كړې شوو ګامونو په اړه غونډه ۔

image
APP48-30 ISLAMABAD: March 30 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting regarding steps being taken for industry, food security promotion of Construction and social protection. APP

اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان امر كړې چې هېواد كښې د بنيادي ضروري څيزونو رسنې ته خاص پاملرنه وكړئ او دا خبره باوري كړئ چې د هېواد په كومه هم برخه كښې دې اولس د اوړو ٬دالونو ٬وريژو ٬ غوړو او چينو كمي سره مخ نه شي۔ په وفاقي او صوبائي اړوندو چارواكو مشتمله خاص كمېټي دې جوړه كړې شي كومه چې هره ورځ د خوراك صورتحال جاج اخلي او وړاندزونه وركړي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وائرس چېلنج مخنيوي له بېلو څانګو كښې د پورته كړې شوو ګامونو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر، د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان، د نېنشل فوډ سېکورټی وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شېخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ، د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او د توان خاص مرستيال نديم بابر ګډون وكړو۔ غونډه كښې د اسټېټ بانك ګورنر رضا باقر او د اړوند ډويژن سېكتر د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ غونډه كښې موجوده صورتحال تر مخه كمزوې طبقې ته د ريليف وركولو په لړ كښې د وزيراعظم د سماجې تحفظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر وزیرِ اعظم له تفصیلې بریفنګ وركړو ۔ غونډه كښې تر ممكنه حده هېواد كښې د صنعتې هلو ځلو روانو ساتلو په اقداماتو خبرې اوشوې۔ غونده كښې د تجارت صلاحكار ووئېل د وزیرِ اعظم سبارښتنې تر مخه ټولو د غټو کارخانو مالکانو ته وئېلې شوي چې په کارخانو كښې كار كوونكو ملازمانو له تنخګانې باوري كړي ۔د وړو او مينځومانې صعنتونو ملازمانو تحفظ لپاره اقداماتو له په ګډه حتمې شکل وركولې شي ۔ غونډه د تعمیرات څانګې په اړه د حكومت د اړخه په وركړې كېدونكو اسانيو او اقدامات هم تفصیلې غور اوشو۔ د وزیرِاعظم په امر په دې سخت وخت كښې د کورونا ریلیف فنډ كښې د بهر پاکستانیانو او د هېواد دننه د شتمندو خلقو په ګدون كولو د سټیټ بینک ګورنر بریفنګ وركړو ۔غونډه كښې د مينه والو پاکستانیانو د اړخه په دې سخت وخت كںې د هېواد معیشت ته سهارا وركولو په اړه طریقه کار باندې هم تفصیلې غور اوشو۔ وزیرِ اعظم ګورنر اسټیټ بنک ته امر وكړو ډې په دې لړ كښې اړوندو ادارو سره مشاورت نه پس تفصیلات او طریقه کار تر سبا د وړاندې كولو ووئېل ۔ غونډه د توان څانګې معاملاتو او په خاص توګه د صورتحال تر مخه د هېواد او اولس مفاد له تر اوسه په پورته كړو اقداماتو بریفنګ وركړې شو ۔ غونډه اجلاس كښې پرېكره اوشوه د غنمو لؤ تر مخه د كسانو تږ راتږ له اسانۍ وركولو له اقدامات وكړې۔ دا هم پرېكړه هم اوشوه د معیشت ايه روانه ساتلو لپاره د مطلوبه صنعتونو فهرست مرتب كړئ چې ورله به حكومت ضروری اسانۍ وركوي دغسې چې صنعتې عمل د لږ نه لږ متاثره شي ۔ د اقتصادې چارو وزير ووئېل د موجودہ صورتحال تر مخه 93 انټر نیشنل این جی اوز ته هېواد كښې شپږ مياشتو لپاره د کار کولو اجازه وركړې شوي او د لا 53 ادارو په درخواست غور روان دے چې دېر زر به په پرېكړه اوشي۔ وزیرِ اعظم د خوراك او سیکورټي، صنعت اوتجارت، اقتصادې چارو او خزانې وزارت ته سپارښتنه وكړه ډې په دې وزارتونو كښې د پوهانو تھنک ټینک جوړ كړئ څوك به چې هره ورځ د صورتحال راپور او اقداماتو له سفارشات وړاندې كوي۔غونډې ته وزیرِ اعظم ووئېل نن هېواد د يو داسې صورتحال سره مخ دے كوم چې پخوا نه دې رامخې ته شوې۔ ده ووئېل په داسې سخت صورتحال كښې حکومتې ادارو له لا متحرک کردار تر سره كول غواړي۔ ده ووئېل حکومت به ټول اقدامات كوي چې ورسره هر چا له اسانۍ وركړې شي ۔ وزیرِاعظم ووئېل د خوراك وزير ته ووئېل پهع ګرد ههېواد كښې د ضروري څېزونو د شتوالي باوري كولو بندوبست وكړئ او دا خبره باوري كړئ جې جرته هم د اوړو ٬ دالونو وغېره د كمې كسئله رامخې ته نشي ۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں