د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د بجټ 2020-21ء وړاندې كولو په اړه پارلماني لارښودو سره د مشاورت پرېكړه

image

اسلام آباد ۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د بجټ 2020-21ء وړاندې كولو په اړه پارلماني لارښودو سره د مشاورت پرېكړه كړې ده۔ د قومي اسمبلۍ وياند له مخې سپیکر ووئيل بجټ 2020-21ء جون كښې وړاندې كېږي٬ د كورونا وائرس اندېښنې نظر كښې نيولو سره د بجټ وړاندې كولو او د دې منظورۍ په لړ كښې د سياسي ګوندونو باور ترلاسه كول ضروري ګڼم ولې چې په سختو حالاتو كښې اولس ته ريليف وركول او بجټ په وخت وړاندې كول د پارلېمنټ ذمه واري وي۔ د بجټ په وخت وړاندې كولو له به پارلېمنټ كښې موجود د ټولو سياسي ګوندونو مشرتابه سره مشاورت كولې شي۔ د کمېټیو د غونډو د وېډيو كنفرنس د لارې جاري ساتلو پرېكړه هم ددې لړۍ يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل ټولھ نړۍ دا مهال كورونا وائرس سره مخ ده ۔ ددې وباﺀ مقابلې له به مونږ ټولو له د قامي يووالي څرګندونه كول وي۔ دغسې مونږ له به احتياطي تدبيرونه خپلولو سره خپله پارلماني ذمه واري هم ترسره كول وي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں