د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ د برآمد كوٶنكو پلاوي سره وليدل

image

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ د برآمد كوٶنكو پلاوي سره د جمعې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خزانې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عبدالحفيظ شېخ د برآمد كوٶنكو د مسئلو حل له باور د وركولو سره وئيلي دي حكومت د ري پېمنټس په مد كښې د برآمد كوٶنكو روپۍ يو ورځ لپاره ځان سره د ساتلو خواهش نه لري او نه څه داسې پاليسي شته٬ د برآمد كوٶنكو د مسئلو حل او دوي ته ډرا بېك او د جي اېس ټي زر ريفنډ كولو لپاره به حكومتي هلې ځلې دوامداره ساتلې شي۔ په دې موقع د کرونا وائرس وباء، دې څخه په نړيوالو معيشتونو او د پاكستان په برآمدي صنعتونو د پرېوتونكو ممكنه آثراتو تفصيلي جاج اخستې ۔ په دې موقع د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد او ادارو كښې د اصلاحات سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن هم موجود ٶ۔ د دې نه وړاندې ډاکټر عبدالحفيظ شيېخ ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د كرونا وائرس له امله نړيوال معيشتونه د كساد بازارۍ سره مخ دي چې ورسره د پاكستان برآمدات په خاص توګه د اپرېل برآمدي آرډرز كښې كمې راغلې ٬ پلاوي ووئيل په جنورۍ او فرورۍ كښې برآمدات زيات شوي خو په راتلونكو مياشتو كښې به برآمد صنعتونه سېټ بېك سره مخ كېږي۔ پلاوي ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ته ووئيل په بحران كښې په اجرت كار كوٶنكي ملازمان به نه فارغوٶ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں