اولس دې صحت سره په اړوندو حفاظتي اقداماتو سختۍ سره عمل وكړي۔ ابرار الحق

image

اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د پاكستان ريډ كريسنټ سوسائټي چيئرمېن ابرارالحق په ټول قام زور راوړې دې چې هغه خپل رسمونه يو اړخ ته كړي او صحت سره په اړوندو حفاظتي اقداماتو سختۍ سره عمل وكړي دغسې چې دوئي كورونا وائرس ته ماتې وركړې شي۔ د اتوار په ورځ په نجي ټي وي چېنل خپلو خبرو كښې ده ووئيل زمونږ قوم هېواد كښې عزم او صلاحيت سره د سېلاب او زلزلې په شكل كښې د لويو لويو چېلنجونو مقابله كړې ده او اوس وخت راغلې دې چې جسمانی رابطو او سماجي اجتماعاتو څخه خپل ځان لرې وساتي۔ ابرارالحق ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلې كېدې شي كه مونږ د خپلو سماجي اصولو په ضد خپل فطرت په عارضي توګه بدل كړو۔ ده ووئيل مونږ په دې لړ كښې ايطاليا كښې د مخ په زياتېدونكو مرګونو څخه سبق زده كولې شؤ چرته چې اولس د كورونا وائرس څخه د بچ كېدو اقدامات نه منل

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں