د كورونا وائرس په امتحان كښې پاك چين اړيكې كره ثابتې شوې۔ نېشنل كمانډ اېنډ آپړېشن سېنټر

image

اسلام آباد ۔ 14 اپریل (اے پی پی) پاك چين اړيكې يو وارې بيا په سخت وخت كښې ازمائېلې شوي۔ كوم وخت چې نړۍ د کورونا وائرس (کوېډ 19) چېلنج سره مخ وه دغه وخت چين نه يواې ووهان كښې د پاكستانو زده كوؤنكو خيال ساتلې بلكې پاكستان كښې په كورونا وائرس قابو موندلو له ئې په بېړني بنيادونو ضروري طبي مرسته او د خپلو ډاكټرانو او پوهانو يوه ډله پاكستان ته هم راولېږله۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر له مخې د چين پوهانو (ډاكټرانو) يوه ډله كومې چې چين كښې لږه موده وړاندې د كورونا وائرس په ضد كامياب جنګ كښې برخه اخستې وه د پاكستان په دوره ده۔ د چين پوهانو او ډاكټرانو ډلې اسلام آباد ، پېنډۍ ٬ كراچۍ ٬ لاهور او كے پي كے كښې ډاكټرانو ٬ اعلی حكومتي او د روغتيا وزارت چارواكو سره ملاقاتونه كړي۔ د كورونا وائرس مخنيوي او دې څخه تحفظ له چين تر دې دمه پاكستان ته 529924 اېن 95 ماسک ، 33744 حفاظتی سوټس ،10 زره كټس ، 1558379 میډیکل ماسک ، 36 وېنټیلېټر ، 180 تھرمامیټر ، 100 تھرمل اسکېنرز ، 24900 کلوز، 59376 ګوګلز ، 10 زره لېټر سینیټائرز او 1442 کلو د حفاظتی سامان جوړولو سامان رالېږلې۔ دغسې چين ګلګت بلتستان له هم طبي سامان رالېږلې وو كوم كښې چې 5 وینټیلټر ، 2 لکه ماسک ، 2 زره اېن 95 ماسک ، 2 زره ټېسټنګ کټس او 2 زره حفاظتي سوټس شامل وو۔ دا سامان د چورلكو د لارې د ګلګت بلتستان بېلو برخو ته رسولې شوې

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں