بلوچستان كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره 154 ته ورسېدله۔ د بلوچستان حكومت وياند

image

کوئټه 31 مارچ ( اے پي پي) بلوچستان كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره 154 ته رسېدلې ده۔ د بلوچستان حكومت وياند له مخې تر اوسه په بلوچستان كښې د 1854 كسانو ټېسټ شوې چې پكښې 138 زائرين او 16 عامو وګړو كښې د كرونا وائرس تصديق شوې۔ تېره ورځ د 32 كسانو ټېسټ شوې چې پكښې په ځائي وګړي كښې د كرونا وائرس تصديق شوې۔ وياند ووئيل د كرونا وائرس مخنيوي لپاره به وګړي د حكومت لخوا لاك ډاٶن باوري كوي ځكه چې دا پرېكړه د اولس په غوره مفاد كښې شوې۔ وياند ووئيل د لاك ډاٶن په مهال بې وسه كسانو ته د چوكاټ دننه راشن رسولو له د دوهم كمشنرانو په مشرۍ كښې فوډ سېكورټي كمېټې جوړه كړې شوې ۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں