په پاكستاني ادارو او پروفېشنلز وياړ لرو۔ د كومو كاركرد ګۍ چې نن مونږ د طبي سازو سامان برآمد كولو جوګه كړې يؤ۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسین

image

اسلام آباد ۔ 19 اپرېل (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په پاكستاني ادارو او پروفېشنلز وياړ لرو۔ د كومو كاركرد ګۍ چې نن مونږ د طبي سازو سامان برآمد كولو جوګه كړې يؤ۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ بايد په خپلو ادارو او پروفېشنلز وياړ ولرؤ۔ دوئي خپله كاركردګي په كورونا ستونزه كښې په عملي توګه ښودلې ده۔ ده ووئيل مونږ نن سېنیاټائزر اېکسپورټ كولې شؤ۔ ماسک مونږ خپل جوړؤ۔ تر دې چې اېن۔95 ماسک جوړولو ته هم نزدې يؤ۔ فواد چوهدری ووئيل د ډاكټرانو دستانې او جامې مونږ خپلې جوړې كړې دي۔

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں