اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) ګرد هېواد كښې به (نن) آسمان شين وي او كشمير او خو اوشا ځينو سيمو كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د موسميات څانګې له مخې په اسلام آباد كښې به آسمان شين وي٬ کشمیر كښې برېښنا او ګړز ګړز سره د باران امكان دے ۔ دغسې په ګلګت بلتستان كښې به نرۍ وريځ او آسمان شين وي۔ خېبر پښتونخوا او د سندھ په زياتره ضلعو كښې هم به اسمان شين وي چې ورسره به موسم هم ګرم وي ٬ دغسې د پنجاب او بلوچستان په زياتره ضلعو كښئ به هم آسمان شين وي۔ د تېرو څلوريشت ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې آسمان شين ٶ خو په كاكول ، مالم جبه كښې 18، دیر كښئ 17، بنو كښې 14، سیدو شریف كښې 12، پاراچنار كښې 10، ډی آئی خان كښې 08، میر کھانی 06، پېښور (ښار، ایئر پورټ كښې 03)، چترال كښې 03، بالاکوټ كښې 02، مری كښې 18، نورپورتھل كښې 08، جھنګ، بهاولنګر كښې 07، جوهرآباد، ټوبه ټېګ سنګه كښې 06، فېصل آباد كښې 05، قصور ، ډي جی خان كښې 04، اټک ، لاهور، اوکاړہ، بهاولپور كښې 01، مظفر آباد،ګړھی دوپټه 05 او راولاکوټ كښې يو ملي ميټر باران رېكارډ كړې شوې۔ د نهې په ورځ ګرد هېواد كښې د تودهې درجه په مټھي كښې 42، ټنډوجام كښې 41 او چھور كښې 40 ډګری سینټي ګرېډ رېكارډ كړې شوې۔