پي سي بي د کورونا وائرس له امله د پي اېس اېل د سيمي فائنل او فائنل سيالۍ وځنډولې

image

اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د کورونا وائرس د خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره د پاکستان سپر لیګ فائیو د سیمی فائنلز او فائنل سيالۍ ځنډولې دي۔ د پی سی بی له مخې د کراچی کنګز، لاهور قلندرز، پېښور زلمی او ملتان سلطانز لوبډلې د سيمي فائنل پړاؤ ته رسېدلې وې او د ليګ اولنې سيمي فائنل مېچ د ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلو ترمينځھ د نهې په ورځ دوه بجې او دويم سيمي فائنل د كراچي كنګز او لاهور قلندرز ترمينځھ د شپې 7 بجې كېدل وو۔ د ليګ دواړه مېچونه قذافي سټېډيم لاهور كښې شېډول شوي وو ولې پاکستان کرکټ بورډ دا مېچونه د كورونا وائرس خپرېدو خطر نظر كښې نيولو سره تر نامعلومه مودې وځنډول۔ دې نه وړاندې د كورونا وائرس دلاسه په پي اېس اېل كښې شامل يو شمېر غېر ملكي لوبغاړي او كوچز خپل خپل هېواد ته روان شوي وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پي اېس اېل فائيو فائنل مېچ د روانې مياشتې په 18 مه نېټه لاهور كښې كېدل وو

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں