اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي ټولو بانكونو ته د خاص كسانو په كوټه د عملدرآمد٬هغوي ته تربيه او د ملازمتونو وركره باوري كولو سپارښتنه كړې ده ۔اولس مشر د جمعې پھ ورځ ټولو بانكونو سي اي اوز او صدرانو سره ملاقات كړې۔ده ووئيل خاص كسان ډېر خواري كښ وي٬ادارو له پكار دي چې د خاص كسانو او مېرمنو ډاډګيرنه وكړي۔حكومت داسې كسان يوازې نشي پرېښودلې٬خاص كسان د ټولې خاص برخه وي۔ ده ووئېل د مالي بانكونو او خېرښېګړو پراګرمونو د لارې د هغوي مرسته دې وكړی شي٬بانكونو له د حكومت لخوا د خاص كسانو لپاره په بېله كړی كوټه عملدرآمد كول پكار دي۔اولس مشر ووئيل ځينې نجي ادارو خاص كسانو ته روزګار وركړی د٬بانك د سپېشل پروګرامونو د لارې د خاص كسانو بوج كمولې شي٬حكومت په په دې لړ كښې بانكونو سره مرسته كوي ۔د دې څخه وړاندې د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر اولس مشر ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل سټېټ بانك او نورې حكومتي او كمرشل بانكونو د خاص كسانو په اړه ځينې اقدامات كړي كومو كښې چې هغوي ته د روزګار وركړه او په بانكونو كښې ريمپس او وهيل چيئرز وركول شامل دي۔د دې نه علاوه فنانشل او كرېډټ ګارنټي سكيمونه هم پیل كړې شوي ۔د بانكونو سي اي اوز او صدرانو خاص كسانو لپاره د ډيجيټل/اي بينكنګ او تعليم او هنر پروګرامو پېل كولو تجويز وركړو۔په ملاقات كښې وړومبې مېرمن ثمينه علوي٬د بانكونو سي اي اوز او صدرانو او سينئر حكومتي افسرانو ګډون وكړو۔د غونډې نه وروستو اولس مشر د وړومبۍ مېرمنې سره د سټېټ بانك ميوزيم دوره وكړه۔دوي د بانك په ګيلرۍ كښې د آرټ ورك٬ډيزائن او تخليقي هلو ځلو مظاهر اوستائل۔