د موسمياتي بدلون وزارت د ګرېن انټرپرېنورشپ پروګرام د لارې به د زرګونو په شمېر مېرمنو او خواجه سرا ته د ماحول دوست شاپنګ بېګز جوړولو تربيه وركولې شي. زرتاج ګل

image

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې د قبائيلي اولس معاشي استحكام د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي، ﴿ن﴾ ليګ د خواږو په ويشلو كښې هر يو ځل تندي كوي، د ټرانسپرنسټي انټرنېنشل وضاحت سره زمونږ په ضد پروپېګنډا كونكي خاموش شوي دي، د خپلې سيمې د اولس د ستونزو نه خبر يو. اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل ووئيل چې د قبائيلي سيمو اولس په قومي چوكاټ كښې شاملولو لپاره په تېرو اويا كلونو كښې هم حكومت داسې اقدامات نه و كړي، كوم چې زمونږ حكومت په دې موده كښې وكړل. د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل ووئيل چې د موسمياتي بدلون وزارت د ګرېن انټرپرېنورشپ پروګرام د لارې به د زرګونو په شمېر مېرمنو او خواجه سرا ته د ماحول دوست شاپنګ بېګز جوړولو تربيه وركولې شي چې دغسې دوي په خپل امدن كښې ښه اضافه وكړې شي.

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں