د وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال د پولي كلينك ناڅاپي دوره

image

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی)د قامې روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي د سركاري روغتونونو كاركردګي به لا ښه كولې شي٬د روغتيا څانګې ته مونږ پام لرنه كوو او د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات زما بنيادي مشن دے٬رنځورانو ته طبي آسانۍ او داروګان د تعطل نه غېر وركول دې باوري كړی شي٬د پولي كلينك اپ ګرېډ كولو لپاره به خاص اقدامات كولې شي٬د آبپاره زچه بچه سنټر اپ ګرېډ كولو سره به 40 بيډ ماشومانو وارډ جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پولي كلينك د ناڅاپي دورې په موقع كړې۔خاص مرستيال د پولي كلينك دورې په مهال د روغتون بېلو وارډونو كښې رنځورانو ته د وركړی كېدونكو طبي آسانيو جاج واخست او سپارښتنه يې وكړه چې رنځورانو ته طبي آسانۍ وركول به په هر ډول باوري كړئ۔د دورې پھ مهال د روغتيا څانكې ښه والي لپاره اعلان كښې ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د پولي كلينك اپ ګرېډ كولو لپاره خاص اقدامات كولې شي٬آبپاره زچه بچه سنټر اپ ګرېډ كولو سره د 40 بيډ پشمول د ماشومانو وارډ او جي سيون تهري ډسپنسري اپ ګرېډ كولو سره به ډينټل ډيپارټمنټ جوړولې شي

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں