اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د روغتيا څانګې لپاره اقدامات حقيقي قامي خدمت دے، په حقيقت بيانولو مخالفه ډلې غصه كېږي، د شمېرو نه برېښې چې د روغتيا څانګې پرمختګ ته تېرو واكمنو پام نه دې كړے ، ھغوي يوازې د نومونو تختۍ لګولې، د پاكستاني اولس روغتيا ته وزيراعظم عمران خان اول پام لرنه كوي ۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د تحريك انصاف د حكومت صحت لپاره بجټ كښې اضافه د دې مهمې څانګې مضبوطيا لپاره زمونږ سنجيده او د زړه پورې هلو ځلو عكاسي ده، د کرونا وباء چېلنج مخنيوي لپاره تول ترلاسه وسائل كاروٶ، قامي هلو ځلو ته وده وركولو سره به ان شاء الله په دې وباء قابو اومومو۔ دې ووئيل د خوراك څښاك څيزونه او راشن بې وسه كسانو ته په چوكاټ دننه رسولو لپاره كه يو خوا وزيراعظم عمران خان د ځوانانو انتخاب كړې نو بلخوا د شمتندو خدمات هم د شاملولو پرېكړې شوې ، دا به د جذبو او وسائلو ښائسته امتزاج وي۔ دې ووئېل كه ځوانان هېواد كښې د بدلون هر اول ډله ګرځېدلې نو شمتندو تل د اولس خېرښګړې لپاره د زړه د اخلاصه كار كړې ،د کور کميټۍ په غونډه كښې د يو اېپ معرفي كولو پرېكړه شوې چرته چې به شمند او خېراتي ادارې رجسټرد كېږي دغسې چې د اولسي خېرښګړې لپاره همكاره كولو سره بې وسه طبقې ته راشن او د خوراك څښاك څيزونه په وخت او په سپېځلي ډول ورسولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں