د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي لاک ډائون ځپلو وګړو ته آسانۍ وركولو ته پام لرنه كول زمونږ وړومبۍ ذمه واري ده۔ د ذخيره اندوزي كوؤنكو په ضد آرډيننس اولس د ګرانۍ او ذخيره اندوزۍ څخه ساتلو له د وزيراعظم د ښكاره عزم څرګندونه ده۔ د اولس ستونزو څخه ګټه پورته كوؤنكې د كوم رعايت مستحق نه دي۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د داسې عناصرو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ د ذخيره اندوزۍ د لارې ناجائزه ګټه كوؤنكو ته به د آرډيننس ترمخه سزا وركولې شي۔ هغوي به د 3 كالو زندان خوړولو او د ضبط شوي مال ماليت 50 فيصده جرمانې سره مخ كولې شي۔ دې ووئېل دا ګام د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه د رامخې ته شوي صورتحال ترمخه د اولس آسانيو لپاره پورته كړې شوې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ضرورت څيزونو پرله پسې رسنه د حكومت تر ټولو اولنۍ ذمه واري ده۔ دې اولس ته هم خواست وكړو چې ذخيره كوؤنكي په ګوته كړي او د ضبط شوي سامان 10 فيصده برخه د انعام په توګه ترلاسه كړې

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں