اسلام آباد ۔ 10 مئی (اے پی پی) پاکستان د کلبھوشن یادیو کېس كښی د هندي قانوني وكيل بې بنسټه او غلط بيانونه رد كولو سره وئيلي دي پاکستان د انصاف نړيوال عدالت (آئی سی جے) پرېكړې بشپړه خيال ساتلې دې۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياندې ووئيل چې مونږ د کلبھوشن یادیو کېس كښې دهندوستان د قانوني وكيل هریش سالوے په يو آن لائن لېكچر كښې د وركړې شوي بيان نوټس اخستې دې۔ وياندې ووئيل څنګه څنګه چې په كېس كښې پېشرفت كېږي پاكستان په پرېكړه د عمل كولو عزم لري۔ وياندې د انصاف نړيوال عدالت ته بېرته د تلو وړاندېز وركولو سره ووئيل سالوے داسې بيانونه وركړي دي كوم چې د كېس حقيقت منافي دي۔ وياندې ووئيل مونږ د آئي سي جے د پرېكړې خيال نه ساتلو په اړه د هندي وكيل بې بنسټه او غلطه دعوی رد كوؤ۔ وياندې ووئيل د يو ذمه وار رياست په توګه پاكستان د خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه ښه خبر دې۔ او دا ډېره د افسوس وړ خبره ده چې سالوے داسې بيانونه وركړې دي كوم چې بې لارې كوؤنكې دي