كرونا وائرس نړيوال چیلنج دے كوم چې نړيواله سیاسی منظر نامه بدله كړې،شیخ رشید احمد

image
APP51-07 RAWALPINDI: April 07 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed talking to media after inspecting the mobile isolation facility prepared in rail coaches for corona virus patients at Railway Station. APP photo by Javed Qureshi

پينډۍ 07 اپریل (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي ټرین آپریشن بيا پيل كولو له چمتو يو، څنګه چې لاك ډاؤن ختم شي د ټرین آپریشن بحالولو احكامات به جاری كړې شي ٬ په 24 ساعتو كښې به 142 ټرینونه په ټريك كولې شي، وزیراعظم عمران خان شپه ورځ د اولس خذمت لپاره كار كوي، كرونا وائرس نړيوال چیلنج دے كوم چې نړيواله سیاسی منظر نامه بدله كړې، د وړو ، چینو په بحران راپور نه پس به زمونږ امتحان پيل شي ۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان د كپتان په هيڅ خپل فیلډنګ بدلوي، هغه ته ښه معلومه ده چې كوم لوبغاړې چرته لوبه كولې شي او چرته اودرول دي، د سبسډی په معامله كښې د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر كوم كردار نشته۔ ده ووئېل كله چې بزنس مین سیاست له راځي نو مافیا قوي كيږي۔ده د نهې په ورځ پينډۍ ريلوے سټیشن په ټرینونو كښې د جوړو قرنطینه مركزنو دورې او چین ریلوے كمپنۍ د اړخه پاكستان ریلوے له عطيه كړو ماسكونو او سینیټائزر وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ د ریلوے ډویژنل سپریټنډنټ سید منور شاه ، اېم ډی كیرج فیكټری راحت مرزا ، ډپټی ډی اېس انعام الله محسود ، ډویژنل افسران هم په دې موقع موجود وؤ۔ وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د پاكستان ریلوے د اړخه جوړ كړې سینائزر واك تھرو ګیټ څخه ریلوے سټیشن ته داخل شو۔ ډی ایس ریلوے سید منور شاه وفاقی وزیر او د چین ریلوے كمپنۍ نمائندګانو له بریفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ټرین كوچز كښې د جوړ قرنطینه مركز تفصیلی معائنه وكړه او سپارښتنه ئې وكړه چې هر وخت د دې استعمال لپاره عمله چمتو اوساتئ۔ میډیا سره په خپلو خبرو كښې د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ووئيل چائنا ریلوے ګروپ مننه كوو چا چې كیرج فیكټری او سی ډی ایل وركشاپ لپاره 5 زره ماسكونهه ،سیټائزر عطیه كړي ، چین پاكستان پخوانۍ ملګرتيا لري كومه چې په هر سخت وخت كښې آزمائلې شوې، پاك چین ملګرتيا د همالیه څخه دنګه ده۔ ده ووئيل قرنطینه ګیټ به په ټولو ریلوے سټیشنو لګولې شي دا ګیټ پاكستان ریلوے پخپله جوړ كړي او په دې 30 نه تر 40 زره روپۍ لګښت راځي دغسې په سینسر لرونكې ګیټ د 50 نه تر 60 زرو روپو لګښت راځي۔ ده ووئيل پاكستان ریلوے 40 ټرینونو كښې قرنطینه مركزونه جوړ كړي۔ ده ووئيل پاكستان ریلوے ټرین آپریشن په آخری ورځ يو لاكه 65 زره مسافر د كراچۍ نه راوړې دي۔ ده ووئيل د ټرین آپریشن بنديدو په مهال د ټول كوچز او انجڼو د مرمت كار روان دے او د ریلوے خوارې كښ شپه ورځ كار كوي

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں