وفاقی وزیر سید امین الحق سره د هواوے پاکستان چیف ایګزیکټو آفیسر سیف چی په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 11 مئی (اے پی پی) د آئی ټی او ټیلی کمیونیکیشن وفاقی وزیر سید امین الحق سره د (سی ای او) هواوے پاکستان چیف ایګزیکټو آفیسر سیف چی په مشرۍ كښې پلاوي د ګل په ورځ ليدلې دي۔ وفاقی وزیر د هواوے پلاوې ته خپل دفتر كښې هركلې ووې ا د ملاقات په مهال انفارمیشن او کمیونیکیشن ټیکنالوجی (آئی سی ټی) ،کنیکټوټی، ډیجیټلائزیشن او سمارټ فون مینوفیکچرنګ په اړه چارو بحث وشو۔د هواوے سی ای او وفاقی وزیر له پاکستان كښې د آئی سی ټی سیکټر پرمختګ لپاره هواوے کمپنی سروسز، پروګرامز او اقدامات په اړه بریفنګ ورګړو۔ ملاقات په مهال وفاقی وزیر خبر كړې شو چې د هواوے د پاکستان بيلو څانګو كښې سټوډنټس لپاره آئی سی ټی اکیډمۍ جوړي كړې۔ پلاوي ووئيل هواوے د سټوډنټس تر مينځه د آئی سی ټی سيالۍ هم كوي او سږ كال به دغه سيالۍ په ستمبر كښې كولې شي۔ وفاقی وزیر د هواوے آئی سی ټی سیکټر پرمختګ په اړه اقدامات وستائل او هواوے ډلې ته ئې ووئيل سی اېس آر ترمخه هواوے دې خپل اقدامات روان اوساتي

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں