د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د كوئټې دوره

image
APP56-13 RAWALPINDI - MAY 13 - General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) attends briefing at Headquarters (HQ) Southern Command Quetta. During visit, COAS, visited Garrison Quarantine Facility for COVID-19 and interacted with troops busy in COVID relief activities. APP

پېنډۍ 13 مئي (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د شورو په ورځ د كوئټې دوره كړې چرته چې سرلښكر ته په سدرن كمانډ بريفنګ كښې ګډون وكړو اود كرونا وائرس لپاره د ګېرېژن قرنطينه سنټر دوره ئې وكړه او د مرستې په هلو ځلو كښې بوختو عسكرو سره ئې خبرې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د دورې په مهال امنيتي وضعه٬ په پاك افغان او ايران پولو د خار دار تار لګولو پشمول په حفاظتي صورتحال ٬ پوله ايز نظام او په اپرېشنل تيارو تفصيلي خبرې كړي۔ د ګېرېژن قرنطينه سنټر دورې په مهال سرلښكر د صحت اېس او پيز او د ګائيډ لائن له مخې د انتظاماتو او سهولياتو ستائنه وكړه۔ ځوانانو او افسرانو سره په خبرو كښې قمر جاوېد باجوه د ځوانانو د مينې او وظيفائي پوهې ستائنه وكړه۔ ۔ سرلښكر ووئيل بلوچستان د پاكستان سباٶن دے٬ زمونږ فرض دي چې سوله ايز او سوكاله بلوچستان لپاره د حكومت او اولس بشپړه مرسته وكړو۔ ده ووئيل سرلښكر ټولو كمانډرانو ته د بلوچستان لرې پرتو سيمو كښې اولس ته د رسېد امر وكړو دغسې چې د كرونا وائرس له امله اولس ته د ورمخې ته شوو ستونزو په كمولو كښې مرسته وكړې شي۔ د دي نه وړاندې كوئټې ته په رارسېدو د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرل محمد وسيم اشرف د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هركلے وكړو

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں