د هېواد دننه د فضائي آپرېشن جزوي بحالۍ نه وروستو لاهور څخه كراچۍ ته اولنې پرواز روان شو

image

لاهور۔16 مئی(اے پی پی) د هېواد دننه د فضائي آپرېشن جزوي بحالۍ نه وروستو لاهور څخه د كراچۍ په لوري اولنې پرواز روان شو۔ د پی کے 8305 د لارې 100 مسافر كراچۍ ته روان شول۔ د پي آئي اے وياند له مخې د لاهور او كراچۍ او اسلام آباد او كراچۍ ترمينځھ روزانه د دوه اړخو يو پرواز آپرېټ كولې شي۔ كوئټه لپاره به لاهور او اسلام آباد څخه هر اونۍ يو پرواز روانېږي۔ د كراچۍ او كوئټې ترمينځھ به هره اونۍ كښې دوه پروازونه وي۔ كراچۍ څخه پېښور له به اونۍ كښې يو پرواز وي۔ پروازونو كښې سماجي فاصله په ځائې ساتلو سره د مسافرو ترمينځه يوه چوكۍ خالي پرېښودلې شي۔پی آئی اے قومي فرض ترسره كولو سره پروازونه چلوي۔ بلخوا مسافرو د هېواد دننه د پروازونو په بحالۍ د پي آئي اے مننه كړه۔ د پروازوں جزوی بحالۍ سره د هېواد لوئې ښارونو کراچۍ، اسلام آباد، پېښور او کوئټه ترمينځه سفر كؤونكو ته آسانۍ ترلاسه شوي دي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں