اسلام آباد 18 مئی (اے پی پی)د غريبۍ ختمولو په اړه د وزیراعظم خاص مرستيالې داکټر ثانیه نشتر وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د کورونا وائرس له امله بې روزګار شوو كسانو لپاره اسلام آباد كښې احساس ایمرجنسی کیش پروګرام په رسمي توګه پيل كړے، د کورونا ریلیف فنډ لپاره تر اوسه درې اربه روپو څخه زيات فنډز جمع کړے شوے دغسې 34 لکهه څخه زيات درخواستونه د احساس لیبر پورټل ترمخه ترلاسه شوي۔ دا خبره د غريبۍ ختمولو په اړه د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر وزیراعظم ته يو بریفنګ كښې وكړه۔ دې ووئيل د وزیراعظم په سپارښتنه حکومت د عطیه کړې يوې روپۍ سره خپلې څلور روپۍ ملګرې كوي۔ډاکټر ثانیه نشتر ووئيل د کورونا ریلیف فنډ لپاره عطیات په سپيځلې ډول ترلاسه كيږي او خرڅ كيږي۔ دې ووئيل د پاکستان تر ټولو لوئې امدادی پیکج احساس ایمرجنسی کیش پروګرام ترمخه ټول هيواد كښې په مجموعي توګه 104 اربه 91 كروړه روپو څخه زياتې 86 لکهه 19 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ پنجاب كښې 45 اربه 1 كروړ روپو څخه زياتې 37 لکهه څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ دغسې سندھ كښې 32 اربه 48 كروړه روپو څخه زياتې روپۍ 26 لکهه 89 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ دې ووئېل په خیبر پښتونخوا كښې 19 اربه 84 كروړه روپو څخه زياتې 16 لاكهه 11 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ او بلوچستان كښې 4 اربه85 كروړه څخه زياتې روپۍ 16 لکهه 11 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ خاص مرستيالې ووئېل آزاد جمو او کشمیر كښې 1 ارب ،60 كروړه روپو څخه زياتې روپۍ 1 لکهه 28 زره كسانو له وركړې شوي او ګګت بلتستان كښې 71 كروړه څخه زياتې روپۍ 66 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔دې ووئېل اسلام آباد كښې 38 كروړه څخه زياتې روپۍ 31 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ صارفینو له د کیټګری په لحاظ سره د وركړې شوو روپو تفصیلات دغسې دي۔ احساس کفالت پروګرام یعنی کیټګری ون ترمخه 54 اربه 86 كروړه څخه زياتې روپۍ 44 لکهه څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ کیټګری ټو اېس اېم اېس د لارې د چا چې نشاندهی شوې هغوي له 37 اربه 12 كروړه څخه زياتې روپۍ 30 لکهه څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ په دريمه کیټګرۍ كښې د كومو نشاندهی چې ضلعی انتظامیې ترمخه كيږي۔ هغه کښې 12 اربه 94كروړه څخه زياتې روپۍ 10 لکهه كسانو له وركړې شوي دي