هيواد كښې د مصنوعی ذهانت له امله د سافټ ویئر برآمدات پراخه موقعې شته، صدر ډاكټر عارف علوی

image

اسلام آباد 14 اپریل (اے پی پی) د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي هيواد كښې د مصنوعی ذهانت له امله د سافټ ویئر برآمدات پراخه موقعې شته۔ د نهې په ورځ په ټویټر جاری كړې ويډيو پیغام كښې صدر ووئيل وزیراعظم عمران خان ما ته په هيواد كښې د ټیكنالوجی ودې ټاسك سپارلې دے۔ وزیر اعظم د انفارمیشن ټیكنالوجی په اړه يو ټاسك فورس جوړ كړے د كوم چیئرمین چې زه يم۔ ده ووئيل د مصنوعی ذهانت پشمول د انفارمیشن ټیكنالوجۍ په نورو څانګو كښې خوښې لرم۔ مصنوعی ذهانت په اړه خاص اقدامات كوو۔ده ووئېل د ټیكسټائل، وريژو پشمول د نورو څيزونو برآمدات كښې زياتوالې ته پام لرنه كوو خو ویلیو ایډیشن ته پام لرنه نه ده شوې۔ ده ووئيل د سافټ ویئر برآمدات پراخه موقعې شته۔هيله لرم چې كورونا وائرس وباء ختمولو نه پس به د سافټ ویئر برآمدات او د نورو څيزونو برآمدات يو برابر شي۔ ده ووئيل د پاكستان ځوانان بهر هيوادونو ته د تللو سره په اربونو ډالره مالیت كمپنۍ جوړولې شي۔ انډونیزيا په دوو كلونو كښې خپل څلور اربه ډالره برآمدات 16 اربه ته رسولي دغسې مونږ هم لوستي ځوانان لرو او په دې لړ كښې د پرمختګ پراخه موقعې لرو

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں