د ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د خپل كشر ورور بلال خان سوري صحتيابۍ له د دعاګانو خواست

image

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري د خپل كشر ورور بلال خان سوري صحتيابۍ له د دعاګانو خواست كړې دې۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا لخوا جاري شوي بيان له مخې ډپټي سپيكر خپل كشر ورر د طبيعت په خرابېدو درملنو له په سمدستي توګه آغا خان يونېورسټي روغتون كراچي ته رسولې دې۔ د بلال خان سوری کورونا ټېسټ مثبت راتلو نه وروستو هغه د تېرو 16 ورځو نه قرنطينه كښې وو او دوه ورځې وړاندې دده ټېسټ نېګېټو راغلې وو۔ ولې تېره ورځ ناڅاپي دده د طبيعت په خرابېدو ډپټي سپيكر دې درملنو له كراچۍ ته ورسولو۔ ډپټي اسپیکر ټولو ملګرو ٬ د ګوند لارښودو او اولس ته د خپل كشر ورور زر صحتيابۍ له د خاص دعاګانو خواست كړې دې

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں