حكومت د كورونا وائرس دلاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له فنډز بېلوي۔ راروان بجټ كښې به اولس ته زياتو نه زياتې آسانۍ وركولې شي۔ د وزيراعظم د خزانې چارو صلاحكار عبد الحفيظ شېخ نجي ټي وي چېنل سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د خزانې چارو صلاحكار عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي حكومت د كورونا وائرس دلاسه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له فنډز بېلوي۔ ده ددې عزم څرګندونه هم وكړه چې راروان بجټ كښې به اولس ته زياتو نه زياتې آسانۍ وركولې شي۔ ډاكټر عبد الحفيظ شېخ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ووئيل حكومت سوداګرې ورورولۍ ته آسانۍ وركوي كوم چې هېواد كښې د اقتصادي هلو ځلو وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل حكومت په يو وخت كښې د كورونا وائرس دلاسه رامخې ته شوي صورتحال او د معيشت چېلنج سره مخ دے۔ حكومت د معيشت استحكام او د كورونا وائرس فعاله مخنيوي له هڅې كوي۔ ده ووئيل حكومت د صوبو په مرسته د كركيلې پالېسي معارفي كړي او دې لړ كښې د كروندګرو آسانۍ له به د سرو نرخونه كم كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حکومت به رارون بجټ كښې تعميراتي صنعت له نورې آسانۍ وركړي۔ ده ووئيل پاکستان هائوسنګ سکیم لپاره 90 فيصده ټېكس كم كړې شوې دې۔ ده ووئيل د حكومت هدف اولس ته زياتو نه زياتې آسانۍ وركول او د دوئي ژوند آسان جوړول دي

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں