د وفاقی وزیر اسدعمر په مشرۍ كښې این سی او سی كښې د كورونا وبا صورتحال جاج اخستو لپاره غونډه

image

اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر وئيلي دي وګړو له دې روغتونونو كښې د كټونو او وینټی لیټرز شته والي په اړه تازه ډیجیټل معلومات وركړې شي دغسې چې هغوي د درملنې لپاره پخپله د ځائ انتخاب كولې شي۔ نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر(این سی او سی) ته ووئيل شول د هيواد په روغتونونو كښې د كورونا وائرس رنځورانو داخليدو او روغتونونو كښې د كټونو او وینټی لیټرز كمې نشته،زیاتره رنځوران هوم آئسولیشن ته ترجیح وركوي۔ نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) كښې د زيارت په ورځ د كورونا وبا صورتحال جاج اخستو لپاره د غوندې مشري كولو سره وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل په 01 جون به این سی او سی غونډه كښې هيواد كښې د كورونا په اړه د جون مياشتې لپاره پريكړې كولې شي۔ این سی او سی ته ووئيل شول ټول هيواد كښې حكومت د كورونا وائرس په اړه د ډاډ وړ ګامونه پورته كړي۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل هيواد كښې د وائرس خپريدو مخ نيوي لپاره په ترجیحی بنیادونو اقدامات كيږي او په دې كښې به لا ښه والې راوستلې شي۔ده ټولو صوبو ته تر خالي ورځې خپل سفارشات این سی او سی ته د رسولو سپارښتنه وكړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاه، وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا، د وزیراعظم د كورونا وائرس فو كل پرسن ډاكټر فیصل سلطان، كوآرډینیټر این سی او سی لیفټیننټ جنرل حمودا لزمان خان، صوبائی چیف سیكرټريز ، د آزاد جمو او كشمیر، ګلګت بلتستان نمائندګانو پشمول اعلیٰ چارواكو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں