د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت به د لاك ډاٶن په خلاف ورزۍ د پاكستانو مزدورانو جرمانو په حقله سعودي چارواكو سره خبره كوي. د وزارت وياند

image

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت به د لاك ډاٶن په خلاف ورزې د پاكستانو مزدورانو د جرمانو په اړه د سعودي چارواكو سره خبره كوي. په سعودي كښې د كورونا وبا له امله د لګولې شوو بندېزونو په خلاف ورزې جرمانې لګولې شوي چې پكښې يو شمېر پاكستانيان هم راغلي . د وزرات وياند له مخې د دې جرمانو معافې او د سعودي څخه د پاكستانيانو راستنولو لپاره د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ته خواست شوے او وزارت د دې ځواب وركولو سره وئيلي دي د جرمانې په معامله به وزارت ډېر زر د سعودي چارواكو سره خبره وكړي او د سعودي څخه پاكستانيان راوستلو لپاره فلائيټ آپرېشن هم پراخه كولے شي. د وزارت له مخې تر اوسه د 60 زرو نه زيات پاكستانيان د خاص پروازونو د لارې راوستلے شوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں