اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې د جمو كشمير شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پھ ايجنډا كښې تر ټولو پخوانۍ شخړه ده۔د خالي په ورځ په خپلو ټوېټونو كښې د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل چې هند د متنازعه سيمې په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كله هم عمل نه دې كړې۔وياند ووئيل چې هند د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې شامل د هند د خپلواكۍ ډ جائز حق نه پرله پسې انكار كوي۔ده ووئيل چې مقبوضه جمو كشمير به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په ايجنډا تر هغه وخت وي تر څو چې كشميريانو د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د رائے او د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه كړی