په سوشل ميډيا د مقدس هستيانو سپكاوي په اړه به اړوندو څانګو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو له په ګډه فعاله كردار ترسره كول وي۔ زرتاج ګل وزير

image

اسلام آباد ۔ 16 اګست (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزيرې زرتاج ګل وزير وئيلي دي په سوشل ميډيا د مقدس هستيانو سپكاوي په اړه به اړوندو څانګو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو له په ګډه فعاله كردارترسره كول وي۔ محرم الحرام د حرمت او قربانيو مياشت ده كومه چې مونږ ته د صبر او زغم درس راكوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې خپله حلقه اېن اے 191 ډېرہ غازی خان کمشنر آفس كښې دډویژنل امن کمېټۍ وېډيو لنك غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وېډيو لنك كنفرنس كښې د محرم الحرام انتظاماتو جاج واخستې شو۔ په دې موقعو خپلو خبرو كښې زرتاج ګل ووئيل د محرم الحرام په مهال دې د اشتعال انګېزۍ اجازه ورنكړې شي۔ دې ووئيل په سوشل ميډيا د مقدس هستيانو سپكاوي په اړه به اړوندو څانګو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو له په ګډه فعاله كردار ترسره كول وي۔ دې ووئيل د محرم الحرام په مهال جلسو او جلوسونو كښې دې د كورونا وېروس په اېس او پيز عمل وكړې شي۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو د ټولو مكاتب فكر د ډويژنل امن كمېټۍ غړو باور وركړو چې هېواد كښې امن په ځائې ساتلو له به انتظاميې سره مرسته جاري ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں