د وفاقي وزيرانو سېنېټر شبلي فراز او علي امين ګنډا پور د اېم ډبليو اېم لارښود ناصر عباس او نورو مشرانو سره خبري كنفرنس

image
APP21-28 ISLAMABAD: September 28 - Federal Minister for Information and Broadcasting, Shibli Faraz along with Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit-Baltistan, Ali Amin Gandapur addresses press conference. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي د جمهوري نظام په استحكام باور لرو٬ګلګت بلتستان كښې سپيځلې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده٬ګلګت بلتستان ته د صوبې آئيني حېثيت وركولو پريكړه د ټاكنو په وجه نه د اولسي هيلو ترمخه شوې٬ګلګت بلتستان به د پاكستان معاشي بېس كېمپ ثابت شي٬د ګلګت بلتستان قانون سازې اسمبلۍ ټاكنې به په 15 نومبر كال 2020 كېږي٬اېم ډبليو اېم د پاكستان تحريك انصاف د ملګرتيا كولو پريكړه كړې د كومې چې هركلے كوو٬د تحريك اسلامي پاكستان او نورو ګوندونو سره د اتحاد په حقله د خبرو اترو عمل روان دے ۔د دې خيالاتوڅرګندونه دوي د مجلس وحدت المسلمين لارښود ناصر عباس او نورو مشرانو سره خبري كنفرنس كښې وكړه۔اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئېل د ګلګت بلتستان سيمه په معاشي نكته نظر او د سي پیك په اړه يوه مهمه سيمه ده او هيله لرو چې سباؤن كښې به ګلګت بلتستان د پاكستان معاشي بيس كېمپ ثابت شي۔ده ووئيل ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت دے خو مونږ د تېرو دوو كلونو په مهال د هغوي حكومت عدم استحكام سره مخ كولو لپاره كوم كمپائن نه دے چلولے او دا د دې خبرې اعتراف دے چې مونږ د جمهوري ګوند سره تعلق لرو او باور لرو چې كوم هم جمهوري حكومت وي هغه د خپلې آئيني مودې بشپړولو حق لري ۔ده ووئيل د كورونا وباﺀ باوجود د ګلګټ بلتستان په بجټ كښې كوم كمے نه دے راغلے بلكې 40 فيصده بجټ وركړے شوے٬په دې مهال د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ووئيل د ګلګت بلتستان ټاكنې په 15 نومبر كېږي٬سپيځلې او بې پرې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده او دې لپاره به د پاكستان تحريك انصاف حكومت كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د ټاكنو اصلاحاتو په حقله زمونږ ګوند اپوزېشن رابللے خو هغوي زمونږ سره كېښناستلو له چمتو نه وو۔ده ووئيل په 2018 كښې د كابينې پھ ايجنډا ګلګت بلتستان له د صوبائي حېثيت وركولو سمري شامل وه كومې لپاره چې فارن آفس٬حريت كنفرنس او نورو ډلو سره مشاورت پاتې ؤ ۔ ده ووئېل مونږ د ټولو ډلو سره مشاورت كړے او هغوي د دې خبرې باور راكړے چې ګلګت بلتستان له قامي حېثيت وركولو سره به د كشمير په مسئله د پاكستان په موقف كوم آغېز نه پريوځي او كله چې مونږ دغه پړاؤ ته ورسېدو نو مولانا فضل الرحمان بيانونه وركول شروع كړل دغسې بلاول بهټو هم بيانونه وركړي۔ ده ووئېل پھ حقيقت كښې دغلته د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ(ن)حكومتونه كړي خو اولس له يې حقونه نه دي وركړي ځكه هغوي اوس دا ډول ډنډورې كوي۔ده ووئيل آئيني حثيت وركولو لپاره آئيني بدلون ته اړتيا وي او دې لپاره اكثريت ضروري وي۔د ګلګت بلتستان اولس له به دا كتل وي چې د هغوي په حقونو څوك سياست كوي۔ده ووئيل اېم ډبليو اېم په راروانو ټاكنو كښې د تحريك انصاف د ملګرتيا لوظ كړے او د دغې مونږ هركلے كوو۔ ده ووئېل د سي پیك ترمخه به ګلګت بلتستان كښې اقتصادي او صنعتي زون جوړولې شي۔د مسلم ليګ(ن)حكومت په سي پیك كښې د ګلګت بلتستان اولس محروم ساتلے۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې سېلګرۍ ته وده وركولو له به ځايې آبادۍ له دوه اربه روپۍ په آسان شرط قرض هم وركولې شي دې سره به سېلګرۍ ته وده ومومي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان 100 فيصده آبادۍ له به صحت كارډ وركولې شي۔سوئېلي پڼجاب٬قبائيلي ضلعې او ګلګت بلتستان د وزيراعظم په ترجيحاتو كښې شامل دې۔ده ووئيل پي ټي آئي او اېم ډبليو اېم د ګلګت بلتستان ټاكنو لپاره د شريكو كانديدانو اعلان كړے ۔د مجلس وحدت مسلمين لارښود ناصر عباس ووئيل اېم ډبليو اېم د ګلګت بلتستان دوهم لويې سياسي قوت دے٬مونږ به د تحريك انصاف سره په ګډه د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوو

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں