د پاكستان او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې ژورې او د تاريخي نوعيت دي٬د سعودي عرب د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره به پاكستان د سعودي سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پاكستان او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې ژورې او د تاريخي نوعيت دي٬د سعودي عرب د سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره به پاكستان د سعودي اوږه په اوږه ولاړ وي۔ده دا خبرې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او پھ بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې په زياتولو او د شريكې خوښې پھ بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې ژورې او د تاريخي نوعيت دي۔د الحرمين الشريفين تقدس د هر مسلمان د ايمان برخه ده۔ده ووئيل د حوسي ياغيانو لخوا پھ سعودي كښې د آبادۍ او د عسكري تنصيباتو په نښه كولو د هڅو سخته غندنه كوو۔شاه محمود قرېشي ووئيل هغه د سعودي د توان وزير عبدالعزيز بن سلمان بن عبدالعزيز السعود او د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود د پاكستان د متوقع دورې پھ مهال دوي سره د ملاقات په طمع دے۔خارجه وزير د سعودي د سفير څخه د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود د روغتيا پوښتنه وكړه۔ده ووئيل په لويه شمېره كښې پاكستانيان د كلونو نه پھ سعودي كښې مېشته دي او د سعودي په پرمختګ او رغونه كښې خپل كردار ترسره كوي۔مونږ هيله لرو چې د سعودي حكومت به د كورونا پھ وبائي صورتحال كښې د بهترۍ نه پس د ملازمتونو څخه د لرې كړے كړو پاكستانو كاركنانو د راستنېدو او بېرته د روزګار وركولو په اړه خاص اقدامات وكړي۔د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں