هند په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د محرم الحرام په مهال د ظلم و تشدد هغه منظر وړاندے كړے چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي٬ نړيواله مېډيا او نتظيمونه دې د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كړي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې هند په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د محرم الحرام په مهال د ظلم و تشدد هغه منظر وړاندے كړے چې مثال ئې نه ترلاسه كېږي٬ نړيواله مېډيا او نتظيمونه دې د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كړي٬ په ټول اسلامي امت كښې د هندي رويې په ضد سخت غم او غصه موجود ده۔ د نهې په ورځ د مقبوصه كشمير صورتحال په اړه په يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د مذهبي روادارې د دروغو دعوېدار هندي سركار د ظلم و ستم انتها كړې۔ وړومبې خو د عزادارې جلوسونو ته د وتلو اجازه ورنه كړې شوه او بيا وروستو د دې جلوسونو په ګډون كوونكو تشدد وكړے شو۔ ګرفتار كړے شول او د پېلټ ګنز استعمال وكړے شو۔ د اختر په ورځ مونږ وكتل چې جوماتونه بند كړے شول او اوس ئې د ظلم او تشدد هغه منظر وړاندے كړے۔ خارجه وزير په دې موقع د پاكستان د ټولو وګړو٬ علماو او ټول مكاتب فكر مننه وكړه كومو چې د محرم الحرام په مهال د يووالي٬ روادارې او وضع دارې ثبوت وركړو او ټول پروګرامونه په خېر و عافيت سره پاې ته ورسېدل او د شر قوتونه په خپلو مقاصدو كښې پاتې راغلل۔ ده ووئيل چې په هند كښې كورونا په تندې سره مخ په زياتېدو ده او د حېرانتيا خبره ده چې په مقبوضه كشمير كښې د كورونا وبا په مهال هم د هند ظلمونه روان دي۔ ده ووئيل چې نړۍ د هندي عزائمو څخه خبره كړې شوې۔ بايد نړيوال تنظيمونه او په خاص توګه نړيواله مېډيا په دې لړ كښې په شريكه غږ پورته كړي

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں