اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان ګوجرانواله سرکس كښې د پخواني وزيراعظم نواز شريف لخوا د پاك پوځ مشر د سپكاوي غندنه كولو سره اعلان كړے دے چې د نواز شريف لندن نه بېرته راوستلو له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ نواز شریف به لكه د عام بنديوان زندان کښې ساتلے شي۔ كوم وي آئي پي آسانۍ به ده ته وركولې نه شي۔ نواز شریف چې پرون كومه ژبه كارولې ده هغه د حكومت او پوځ ترمينځھ د مسافت پېدا كولو هڅه ده۔ پاك پوځ په سختو حالاتو کښې د هېواد او ملت او حکومت ملګرتيا كړې۔ نېب او عدليه ته خواست دے چې هغه دې د بدعنوانۍ مقدمې منطقي انجام ته ورسوي۔ اولس پرېكړو ته سترګې په لار دے۔ رضا كار فورس په كومه ټولنه كښې يو مهم او ځانګړې مقام لري۔ په پاكستاني اولس چې كله سخت وخت راغلے ټول قام خپل هېواد لپاره ودرېدلے دے۔ د 28 مارچ نه تر دې دمه چې ټائيګر فورس كومې هلې ځلې او ستړې كړې دي هغه د ستائنې وړ دي۔ قام د ټائيګر فورس مننه كوي۔ ګراني او ذخيره اندوزي يو لعنت دے كوم چې قائداعظم محمد علي جناح هم په ګوته كړے وو۔ دې لعنت څخه خلاصي له به ټائيګر فورس د ذاتي لاس وهنې نه غېر خپل كردار ترسره كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كنونشن سنټر كښې د ټائيګر فورس پورټل پرانستې په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیر اعظم عمران خان ووئیل چې رضاکار ځواک په ټولنه کښې عالي مقام لري ، د دوئي ترټولو لويه دنده د وګړو د اړتیاو او حقونو ساتنه ده او دا په یو جمهوريت كښې ځانګړے ځائې لري۔ ،كله چې ټولنه ستونزو سره مخ كېږي نو د ژوندۍ ټولنې وګړي په رضاكارانه توګه د خپل حكومت مرسته كوي۔ د شوكت خانم مېموريل كېسنر روغتون جوړولو كښې ستاسو په ډول ټائيګرز رضا كار وو كومو چې زما مرسته وكړه۔ دا د نړۍ هغه يوازنې كېنسر روغتون دے چرته چې د 75 فيصده رنځورانو وېړيا درملنې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد تاسو ته اړتيا لري او په خاص توګه د شجركارۍ مهم كښې ولې چې زمونږ هېواد كلائيمېټ چېنج څخه ځپلې شوې لسم هېواد دے۔ هغه ووئيل په راروانو درې كلونو كښې 10 اربه اونې لګول دي۔ هغه ووئيل دا مهال زمونږ هېواد كښې ګراني ده او دا يو شمېر سببونه لري۔ مونږ چې كله حكومت ترلاسه كړو تجارتي خساره 40 اربه روپۍ وه چې له امله ئې ډالر ګران شو او د روپۍ قيمت پرېوتو۔ دې سره څيزونه ګران شؤ۔ دويم سبب زيات بارانونه دي ۔ د غنمو پېداوار وځپلې شو۔ زمونږ ضرروت 27 لکھ ټنه غنم وو كوم چې ترسره نه شو۔ ذخيره اندوزي هم پېل شوه كوم چې يو لعنت دے۔ ده په ټائيګر فورس زور راوړو چې خپل كردار ترسره كړي۔ دوئي دې په خپل موبائل د ذخيره اندوزۍ عكس واخلي او نن چې د كوم پورټل پرانسته شوې په هغې دې لوډ كړي۔ دغسې د كوم دكانونو نرخ نامې چې زوړندې نه وي د هغې په اړه معلومات دے هم په پورټل شيئر كړي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ بدقسمتي دا ده چې چيني پېدا كوونكي لږ دي ولې زيات طاقتور دي۔ د شريف او زرداري كورنۍ د چينو كارخانې دي او دوئي نه تر نن چا پوښتنه نه ده كړې چې هغوي څه قيمت غوره كوي هم هغه لګولے شي۔ مونږ چې كومه منصوبه بندي كوو اولس ته به بيا ګرانه چيني نه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل پرون ګوجرانواله سركس كښې يو شمېر كردارونه وو۔ ما يولس كاله وړاندې وئيلي وو چې كله د غلو په غلا لاس واچولې شي نو ټول غله يو ځائې كېږي۔ او سركس كښې تاسو وليدل۔ ده ووئيل پرون چې دوه بچو څه وئيلي دې په هغې خبره فضول ده۔ د دواړو پالنه په حرام مال شوے د 11 لوبغاړو په لوبډله كښې په دولسم لوبغاړي به زه څه خبره وكړم۔ هغه ووئيل په بالي ووډ كښې څوك داسې اداكاري كولې نه شي څنګه چې شهباز شريف كړې۔ زمونږ د كابينې وړاندې چې دا اداكاري وشوه نو مونږ هغه بهر تلو ته پرېښودلو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د نيمې وچې په تاريخ كښې كله هندوستان كښې داسې حكومت نه دے راغلے كوم چې پاكستان او مسلمانانو نه داسې كركه كړې وي لكه څنګه چې د مودي حكومت كوي۔ زمونږ په پوځ پرله پسې بريدونه كېږي۔ تېره ورځ د پاكستاني ځواكونو 20 ځوانان شهيد كړې شول۔ د پاك پوځ ځوانان دا قربانۍ هېواد او قام لپاره وركوي او هغه ګيدړ كوم چې بهر تښتېدلے دے هغه د پوځ سرلښكر او ډي جي آئي اېس آئي په ضد ناوړه خله كاروي۔ دا هغه نواز شريف دے كوم چې د جنرال جېلاني په كور كښې سريا جوړوله او وزير جوړ شوے وو۔ كوم چې د ضياﺀ الحق څپلۍ په پالش كولو وزيراعلی جوړ شوے وو۔ د حدیبیه پیپرز ملز كېس آصف زرداري جوړ كړے وو جنرال باجوه نه۔ بلاول ته مور ټېلېفون وكړو چې په كوم هېواد كښی څومره پېسې پرتې دي۔ سي آئي اے دا كال ټېپ كړے وو۔ وزیر اعظم ووئيل په جنرال باجوه د نواز شريف د لفظونو بريد په پاك پوځ بريد دے۔ هم دا خبره نرېندر مودي كوله ۔ هغه بار بار دا وئيلې وو چې مونږ نواز شريف خوښوؤ ولې د پاكستان د پوځ سرلښكر ترهګر دے۔ ده ووئيل په پانامه كېس چې كله نواز شريف عدليې نااهل وګرځولو نو هغه د کیوں نکالا تحريك پېل كړو۔ وزیراعظم ووئيل تر دې دمه مخالفې ډلې يو عمران خان ليدلے دے اوس به چې كوم عمران ويني هغه به بدل وي۔ اوس به كوم ډاكو ته پروډكشن آرډر وركولے نه شي۔ په شهباز شريف د 23 اربه روپو كرپشن رامخې ته شوې دې۔ تر كومې چې عدالتونو ته سم ځواب ورنكړي پروډكشن آرډر به وركولے نه شي۔ ده ووئيل نواز شريف ته به اوس كوم وي آئي پي زندان وركولے نه شي۔ دې به د عام بنديوانو په ډول ساتلے شي۔ ده ووئيل نېب او عدليه آزادې ادارې دي باقي حكومتي ادارې زما د انتظام لاندې كار كوي دا به خپله سموم۔ كوم كسانو چې د هېواد پېسه غلا كړې او بهر ئې وړلې ده هغه به يو يو نيولې شي۔ ده ووئيل جنرال باجوه په هر سخت وخت كښې د حكومت مرسته كړې ده۔ د كراچۍ بارانونو او د كورونا په مهال ئې د هېواد او قام مرسته وكړه۔هغه ووئيل كله چې هېواد كښې پېسه نه وه نو تر دوه كلونو پاك پوځ په خپلو دفاعي خرڅونو كټ ولګولو۔ په خارجه پالېسۍ جنرال باجوه او پوځ حكومت سره ولاړ وو۔ دوئي هڅه كوي چې زمونږ او پوځ ترمينځه مسافت پېدا كړي۔ نن نه زما هڅه ده چې نواز شريف دے هېواد ته راوستلے شي او په عام زندان كښې دې واچولے شي۔ كه غريب غله كوي نو هغه عام زندان ته ځي او دوئي د اولس په اربونو روپۍ غلا كړې دي دوئي وي آئي پي زندان كښې پاتې كېږي۔