د آرمينيا پوځ په ضد د پاكستان پوځ جنګېدو په اړه ميډيا رپورټس بې بنسټه او ګنګوسي آ دي۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په نوګورنو کاراباخ كښې د آرمينيا پوځ په ضد د آذربائيجان ځواكونو سره په ګډه د پاكستاني پوځ جنګېدو په اړه د ميډيا رپورټس رد كولو سره دا بې بنسټه او په ګنګوسو آډانه ګرځولي٬ دا ډول رپورټس او اطلاعات غېر ذمه واره دي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان د نوګورنو کاراباخ په منطقه كښې د امنيت په خرابېدونكي صورتحال سخت تشويش لري۔ وياند ووئيل د آذربائيجان په سول آبادۍ د آرمينيا پوځ لخوا ګوله باري د غندنې وړ او د افسوس خبره ده۔ وياند ووئيل منطقه كښې امن او سلامتيا ته رامخې ته خطرو نه بچ كېدو لپاره به آرمينيا له خپلې كاروائۍ بندول وي۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري ووئيل پاكستان د نوګورونو کاراباخ په اړه د آذربائيجان د موقف ملاتړ كوي ځكه چې د نوګورونو کاراباخ په اړه د آذربائيجان موقف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د متفقه قراردادونو له مخې دے

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں