پاكستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له مخلصانه او مصالحانه هڅې كوي۔ د شاہ محمود قرېشی اېن ډي يو كښې خطاب

image
APP10-24 ISLAMABAD: October 24 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing the course participants and faculty at National Defense University. APP

اسلام آباد۔ 24 اکتوبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئیلې دي چې د بهرنۍ پالیسۍ كاميابي اقتصادي استحكام سره تړلې ده۔ مونږ د معاشي روابطو ودې له معاشي سفارت کاري پېل كړه د كومې چې ډېرې د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي دي۔ پاكستان د هند لخوا مقبوضه جمو و کشمیر كښې د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په شمول د نړۍ په ټولو فورمونو په غوره ډول رامخې ته كړې دي۔ پاكستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له مخلصانه او مصالحانه هڅې كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير شاه محمود قرېشي نېشنل ډيفنس پوهنتون كښې تربيه ترلاسه كوؤنكو سول او عسكري چارواكو ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه وزير خپل خطاب كښې د پاکستان د خارجه پالیسۍ په ترجیحاتو او ننګونو بشپړه رڼا واچوله۔ هغه دستوره كښې ګډون كوؤنكي خارجه پالېسي د نوؤ غوښتونو سره سمولو او دا نتيجه وركوؤنكې جوړولو له د وژن اېف او ترسېوري لاندې پورته كړې شويو ګامونو نه خبر كړل۔ هغه ووئيل چې د بهرنۍ پالیسۍ كاميابي اقتصادي استحكام سره تړلې ده۔ مونږ د معاشي روابطو ودې له معاشي سفارت کاري پېل كړه د كومې چې ډېرې د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د هند لخوا مقبوضه جمو و کشمیر كښې د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په شمول د نړۍ په ټولو فورمونو په غوره ډول رامخې ته كړې دي۔ هغه ووئيل پاكستان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له مخلصانه او مصالحانه هڅې كوي۔ هغه ووئيل چې نن منطقه كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان هڅې په نړيواله كچه ستائلې شي۔ خارجه وزير د تربيه ترلاسه كوؤنكو د پوښتنو بشپړه او د ډاډ وړ ځوابونه هم وركړل

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں