اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت او ټېكسټائل سلاكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي چې د ستراتېژيكي پاليسي فرېم ورك له مخې د بېلا بېلو څانګو برآمدات زياتولو لپاره اقدامات شوي دي او د اي كامرس پاليسي نافذه كړې شوې، په وړومبي ځل لك افريقا پاليسي جوړه كړې شوې. پوسټ بجټ پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې د برآمداتو ودې لپاره موثر اقدامات شوي دي. ده ووئيل چې د ستراتېژيكي پاليسي فرېم ورك له مخې د بېلا بېلو څانګو برآمدات زياتولو لپاره اقدامات شوي دي. ده ووئيل چې په كومو څانګو كښې استعداد موجود دے، هغه په ګوته كړې شوې دي. ده ووئيل چې په برآمداتو كښې د مصنوعاتو تناسب كم دے او د دې زياتولو ضرورت دے. ده ووئيل چې د اي كامرس پاليسي نافذه كړې شوې او دې سره د آئي ټي څانګې ته ګټه رسېدلې ده. ده ووئيل چې د كورونا وائرس سره هم د آئي ټي څانګې برآمدات زيات شوي دي. ده ووئيل چې پاكستان ته بهرني سرمايه كار راروان دي