په فېصل آباد كښې د تېرو 15 ورځو په مهال د اېس او پيز په خلاف ورزې 2136 دوكانونه، 56 كارخانې او 4123 ټرانسپورټس سيل كړې شوي

image

فېصل آباد 16 جون (اے پي پي) د فېصل آباد د ضلعي انتظاميې وياند وئيلي دي د كورونا لاك ډاٶن د نرمۍ ناجائز ګټه پورته كولو اجازه به جا له ورنه كړو ، په اوسنيو حالاتو كښې به په احتياطي تدابير عمل كول وي او د ذمه وارې څرګندونه به كول وي، اولس ته خواست دے چې د حكومت هدايت عملي كړي. د خپل ځان او خپلوانو ژوند بچ كولو لپاره اېس او پيز عملي كړي. د نهې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په فېصل آباد كښې د اېس او پيز په خلاف ورزې كارروائې روانې دي. ده ووئيل په فېصل آباد كښې د تېرو 15 ورځو په مهال د اېس او پيز په خلاف ورزې 2136 دوكانونه، 56 كارخانې او 4123 ټرانسپورټس سيل كړې شوي، په سختو خلاف ورزو د 9 دوكاندارانو په ضد مقدمې درج كړې شوي، د احكاماتو په نه عملي كولو په دوكاندارانو د 73 لكه 58 زره 800 روپو جرمانې لګولې شوي او 4252 ګاډي چالان شوي او 4175 ته په معمولي شكايات خبردارے وركړے شوے.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں