اسلام آباد 18 جون (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د روس سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، مونږ د روس سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او مستحكمول غواړو ۔ پاكستان به افغان امن بهير كښې مصالحانه كردار ترسره كوي۔د هند قابضو عسكرو د اړخه مقبوضه جمو او كشمیر كښې روان ظلم او بربریت تشویشناك دے۔ ده دا خبرې د روس خپل همڅنګ سرګئی لاروف سره ټیلی فوني تماس نيولو كښې كړي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قریشی د زيارت پھ ورځ د روس خپل همڅنګ سرګئی لاووف سره ټیلیفوني تماس نيولے۔ دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د كورونا وائرس وبا صورتحال ،دوه اړخيزه اړېكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ خارجه وزير د كورونا وائرس وبا له امله روس كښې په شوې ځاني زيان د خپل همڅنګ سره غمرازي كولو سره د دې وبا مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه د كوټلو او شريكو هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ شاه محود قریشی ووئيل پاكستان، روس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او مونږ د روس سره دوه اړخيزه اړېكې لا قوي او مستحكمول غواړو ۔ خارجه وزير د كورونا وبا مخ نيوي ، د پرمختګ كوونكو هيوادونو معیشتونو له سهارا وركولو لپاره د وزیر اعظم عمران خان د اړخه ډیټ ریلیف وركولو تجويز په اړه د روس خارجه وزير خبر كړو۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د افغانستان په صورتحال او افغان امن عمل كښې تر اوسه به شوي پیشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه