ټول قام له د جمهوریت په بريا مبارکي وركوم

image
APP69-30 ISLAMABAD: July 30 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي نن د پاکستان د وفاق علامت اداره باندې شوې بريد عوام دوسته سناتورانو ناکامه كړې، سېنېټ داسې اداره كومه چې د پاکستان يو اتحاد لپاره جوړه شوې، ټول قام له د جمهوریت په فتح مبارکي وركوم۔ د زيارت په ورځ د پارلمان پھ خوا كښې د سېنېټ چیئرمېن په ضد د تحریك عدم اعتماد ناکامۍ نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل اپوزیشن په نادانۍ كښې د ذاتی ایجنډې بشپړولو له سازش جوړ كړې ؤ، د اپوزیشن په صفونو كښې بغاوت راپېدا شوې، نن چې اپوزیشن كوم کرپټ سیاست معارفي كړے ؤ د هغوي خپلو سناتورانو د هغې څخه د لاتعلقۍ اعلان کړې۔ دې ووئيل د پاکستان قامی سلامتیا ته اهمیت وركړې شوې، زه د ټولو سناتورانو شعور ته سلام كوم، دې ووئېل نن د پاكستان وفاق قوي كړې شوي۔ دې ووئيل د پاکستان جوړېدو په مياشت كښې د پاكستان استحکام ته اړټيا ده، د پاکستان قامی سلامتیا ته به زيان رسولو ته څوك پرنې نه ښودلې شي۔ دې ووئيل نن ټول قام ته معلومه شوه چې پاکستان د استحکام نوې مزل پيل كړې، اوس به پاکستان كښې اولس ته ټول بنیادی حقونه ترلاسه وي۔ خاص مرستيالې ووئيل د کرپشن پيداوار زندان څخه سازش کوي ٬ د هغوي ټول سازشونه ناكامه شوي۔ دې ووئيل اپوزیشن ته د ملګرتيا كولو بلنه وركوو ، بهانه بل څه وه ، په نخښه كول بل څوك وؤ، دې ووئېل د هغوي غشې په صحيح ځائې اونه لګيدل ، دې ووئېل خپل عمل ته دې اوګوري، د اولس فكر دې وكړي، مونږ د وزیراعظم عمران خان د سوچ سره ولاړ

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں