د اعلی وزير محمود خان چترال كښی د سېلاب د لاسه په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

image

پېښور ۔15 اګست(اے پی پی ) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د اپر چترال يارخون سيمه كښې د ګلېشيئر چاؤدنې او د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ضلعي انتظاميې ته په سمدستي توګه د پېښی ځائې ته د رسېدو احكامات جاري كړې دي۔ اعلی وزير ځپليو شويو لپاره د خوراك څښاك سامان اوړلو او د زيان تخمينه لګولو سره د راپور وړاندې كولو هدايت هم كړے دے۔ اعلی وزير پېښه كښې د يوې كوچنۍ پ حق رسېدو د غم دړد څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ ته د صبر او زغم تلقين وكړو۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں