د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه په تجارتي چارو كښې د رامخې ته خڼډانو لرې كولو لپاره به اقدامات كولے شي۔ شهزاد ارباب

image

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) پېښور او طورخم كښې د ايسارو كنټېنرو مسئله حل كولو لپاره د وزيراعظم اسټيبلشمنټ لپاره خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب د طورخم دوره كړې ده ۔ په دې موقع افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص نمائنده محمد صادق، د تجارت وزارت ، د داخله، او خارجه وزارتونو سره سره د اېف بي آر لوړ پوري، د اېف سي آئي جي او د اېن اېل سي ډي جي هم دوي سره ملګري وو۔ په دې موقع خاص مرستيال ته د كنټېنزز په معاملو تفصيلي بريفنګ وركرے شو، پاکستان او د افغانستان اولس ترمېنځه اړيكو او د دوه اړخيزه تجارت په لړ كښئ په پوله د انتظاماتو په اړه ورته ووئېل شول پېښور كښې نزدې 3 زره برآمدي كنټېنرې اېسارې دي، د دوه اړخيز تجارتي اړيكو بهترۍ لپاره د دې په وخت كليئرنس ضروري دے۔ په دې موقغ شهزاد ارباب ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو بهتري د اوسني حكومت د وژن برخه ده دې لاره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تجارتي معاملو كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به ضروري اقدامات كولے شي۔ د تفصيلي خبرو نه پس دا پرېكړه وشوه چې هره ورځ به 800 كنټېنرز کليئر كولے شي دغسې چې دا معامله زر تر زره حل كړے شي۔ ټول شراكت دارو دې خبرې سره اتفاق وكړو چې افغانستان لپاره برآمدات زياتول پكار دي او په دې لړ كښې دې تجارتي عمل بهتر كړے شي۔ د يادونې وړ ده محمد شهزاد ارباب د پاك افغآن پارلمينټري فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ له مخې د جوړ كړي ټاسك فورس مشر دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں