د وزیراعظم ډویلپمنټ پروګرام ترمخه د سندھ په بيلو ضلعو كښې پرمختيائي پروژو او د روغتيا بنیادی مرکزونو لپاره 3565.684 ملیونه روپۍ بيلې كرې شوي

image

اسلام آباد 01 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم ډویلپمنټ پروګرام ترمخه وفاقی حکومت د سندھ په بيلو ضلعو كښې پرمختيائي پروژو او د روغتيا بنیادی مرکزونو لپاره د روان مالی كال 2020-21ء ترمخه د کابینه ډويژن بيلو پروژو لپاره 3565.684 ملیونه روپۍ بيلې كړي۔ کابینه ډويژن چارواكو له مخې وفاقی حکومت د سندھ په بيلو ضلعو كښې د وزیراعظم ډویلپمنټ پروګرام نوو منصوبو لپاره فنډز بيل كړے ۔ په دې منصوبو كښې شهید بینظیر آباد، لاړکانه او سکھر بيلو منصوبو لپاره د راروان مالي كال سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرام كښې 1886.243 ملیونه نوو منصوبو لپاره فنډز بيل كړے شوے دغسې حیدرآباد او میر پور خاص ډویژن بيل پرمختيائي منصوبو لپاره 1373.441 ملیونه روپۍ بيلې كړې شوي ٬ دغسې د سندھ بيلو ضلعو كښې د روغتيا بنیادی مرکزونو لپاره 306 ملیونه روپۍ بيلې شوي ۔ د وزیراعظم ډویلپمنټ پروګرام ترمخه بيلو پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعی توګه 3565.684 ملیونه روپۍ بيلې كړې شوي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں