د اي کامرس څخه به د كوچنۍ او مېنځنۍ درې كاروباري ادارو لپاره امكانات سره سره كاروباري لګښت كمولو او د روزګار موقعې راپېدا كېدو سهولت هم ترلاسه شي

image
APP12-20 ISLAMABAD: July 20 - President, Dr. Arif Alvi chairing a meeting on E-Commerce at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد معيشت استحكام لپاره د اي كامرس وده ډېره ضروري ده٬ د اي کامرس څخه به د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروباري ادارو لپاره امكانات سره سره كاروباري لګښت كمولو او د روزګار موقعې راپېدا كېدو سهولت هم ترلاسه شي۔ صدر دا خبرې د اي كامرس پاليسۍ نفاذ په لړ كښې د اېكشن پلان جاج اخستو لپاره د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د آئي ټي اينډ ټيلي کام وزير سيد امين الحق، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د آئي ټي اېنډ ټېلي كام سېكرټري شعېب احمد صديقي،د خزانې ډپټي سېكرتري ډاکټر ارشد محمود او د اېف بي آر چيئرمېن محمد جاوېد غني ګډون وكړو۔ صدر ووئيل د انټر نېشنل اي كامرس پلېټ فارم د لارې د پاكستان آن لائن ماركيټونه او نړيوالو منډيانو ته رسنه ترلاسه شوې ، د اي کامرس څخه كاروباري لګښت كښې كمے او د روزګار موقعې پېدا كولو سهولت ترلاسه شوے۔ د تجارت وزارت لخوا غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د هېواد په جي ډي پي كښئ د ډيجيټل خدماتو استعمال سره د 36 اربه ډالرو د اضافې امكان دے، اي کامرس څخه تر كال 2025 د 40 لكه ملازمتونو راپېدا كېدو موقعې هم شته۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د اي تجرت حجم سل اربه روپو څخه زيات شوے ٬ په غٶنډه كښې د اي كامرس ودې لپاره په هېواد كښې د ټېكس مراعات پېكېج په ضرورت ، د آئي ټي د بنيادي ډھانچې وركړې او د سروسز د معيار په اهميت زور راٶړلے شو۔ صدر عارف علوي اېن آئي ټي بي، اېف بي آر، اسټېټ بېنك ٬د آئي ټي او د تجارت وزارتونو ته په دې لړ كښې په هدفونو تندۍ سره د كار بشپړولو امر وكړو

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں