اولس كورونا وائرس څخه ساتلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ ډاكټر ظفر مرزا

image

اسلام آباد ۔ 9 مارچ (اے پی پی) د وزیر اعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكتر ظفر مرزاد وئيلي دي اولس كورونا وائرس څخه بچ كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ کورونا وائرس څخه وېرېدل نه بلكې په ګډه ددې مقابله كول دي۔ په ګرد هېواد كښې د 289 شكمنو كېسونو ټېسټونه شوي دي۔ د ګل په ورځ د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې خاص مرستيال ووئيل اولس كورونا وائرس څخه ساتلو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ د پېرامېډیکل سټاف او ډاکټرانو لخوا په جاري كړې شويو اېس او پيز سختۍ سره عملدرآمد كوؤ۔ ده ووئيل وفاق او صوبو كورونا وائرس څخه بچ كولو له د روغتونونو او جلا كمرو انتظام كړې دې۔ مونږ په غوره ډول صوبائي حكومتونو سره په ګډه د قومي اېكشن پلان ترسېوري لاندې كار كوؤ۔ ده ووئيل كورونا وائرس څخه يرېدل نه بلكې په ګډه ددې مقابله كول دي۔ ده ووئيل تر دې دمه 6 كېسونه راپور شوي دي۔ يو رنځور جوړ شوے دے۔ ده اولس ته هدايت وكړو چې د حفظان صحت په اصولو عمل كولو سره احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ ده ووئيل هره يوه نزله او زكام كورونا وائرس نه وي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں