د ډاکټر ظفر مرزا د کرونا وائرس په اړه د جاج غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي چې څلورو واړو ګاٶنډي هېوادونو كښې د كرونا وائرس د تصديق نه پس په پېدا شوي صورتحال مو نظر ساتلې دې٬ د خپل اولس لپاره ټول اقدامات كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندوه ده د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزير پير نورالحق قادري سره د كرونا وائرس په اړه د جاج غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د صحت وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د صحت وفاقي سېكتر٬ د اېن آئي اېچ اېګزېكټو ډائرېكټر ٬ د پاك پوځ نمائندګانو او نورو پوهانو ګډون وكړو٬ په غونډه كښې د انفارمېشن وفاقي سېكتر ٬ د چين ډي جي د وېډيو لنك د لارې٬ صوبائي چيف سېكتران او د ھغوي نمائندګانو هم ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په موجوده صورتحال او په خاص توګه د پاكستان ايران د پوله ايزو انتظاماتو جاج واخستې شو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې ډاکټر ظفر مرزا ووئيل څلورو واړو ګاٶنډي هېوادونو كښې د كرونا وائرس د تصديق نه پس په پېدا شوي صورتحال مو نظر ساتلې دې٬ د خپل اولس لپاره ټول اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د ايران د هلو ځلو ملاتړ كوٶ ٬ په اوسنۍ وضعه كښې به ټولو له په ګډه اقدامات باوري كول وي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د كرونا وائرس يو كېس نه دې رامخې ته شوې٬پاکستان محفوظ ساتلو لپاره مو په وخت او كوتلي ګامونه پورته كول باوري كړې دي۔ ده ووئيل په ټولو هوائي مېدانونو او زمكيزو لارو د هېلت تربيه لرونكې عمله سكريننګ كوي٬ د ايران او پاکستان په پوله د صحت عملې شمېره كښې اضافه شوې ده٬ په پوله د صحت عملې لپاره ريپډ رسپانس فورس ډله لېږلې شوې ده۔ ده ووئيل كوئټه كښې هم د رنځورانو تشخيص لپاره آسانۍ وركړې شوې دي٬ د ايران نه راتلونكو ټولو مسافرو ته هېلت ډېكلرېشن فارم وركولې كېږي٬ دا كارډ د الوتكې عمله هم تقسيموي۔ ده ووئيل د ايران او چين نه د راتلونكو مسافرو ډېټا هم اخستې كېږي٬ د ټېلي فون كالز د لارې د دې مسافرو نګراني كېږي٬ د کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره ټول ضروري اقدامات په بېړنۍ توګه كوٶ۔ ده ووئيل د صحت وزارت اېمرجنسي اپرېشن سېل جوړ كړے٬ صوبائي واكمنو سره هم په تماس كښې يو٬ د سلو نه د زياتو كېسونو نمونې ترلاسه كړې شوې دي٬ د ټولو ترلاسه نمونو كېسونه نېګېټو دي۔ ډاکټر ظفرمرزا ووئيل په آغا خان روغتون او شوکت خانم كښې د تشخيص سهولت موجود دے، اېمرجنسي کور کمېټۍ په صورتال نظر ساتلې دې٬ په ميډيا كمپائن پېل كړې شوې او په قامي اېكشن پلان عمل كوٶ

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں