د کورونا وائرس په بابله د چين او پاكستان د روغتيا پوهانو غونډه

image

اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) دروغتيا د قامي ادارې لخوا د كرونا وائرس مخنيوي او مېنجمنټ په بابله د چين او پاكستان د صحت پوهانو ترمېنځه غونډه شوې دغسې چې د چين د رسپانس په اړه د معلوماتو تبادله او د چين د تجربې څخه ګټه پورته كړې شي۔ په غونډه كښې د قامي صحت ادارې، د پاکستان انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز، پولي کلينك، فېډرل جنرل روغتون نرم، نېسکام، پاکستان اټامك انرجي او د بے نظير بھټو روغتون ډاكټرانو او د طبي عملې ډلو او دغسې د ضلعي هېډكوارټر روغتون پېنډۍ، ګلګت بلتستان او د آزاد جمو کشمير د صحت پوهانو د وېډيو كنفرنس د لارې ګډون وكړو۔ د چين د هېلت پوهانو په ډله كښې د متعدي رنځونو پوهانو٬ د آئي سي يو پوهانو٬ د انفېكشن كټرول پوهانو او د آٶټ برېك كنټرول پوهان شامل وو۔ په دې موقع د چين د ميډيكل ډلې پروفېسر مومنګول د كووډ 19 په اړه ګډون كوٶنكو ته تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل چې څنګه د چين حكومت، اولس او هېلت كميونټي د كرونا وائرس د سروېلنس او د دغې مخنيوي كردار تر سره كړې ۔ په دې موقع ډاکټر لي فېګوسن د آئي سي يو رنځورانو د تشخيص او كلينيكل منېجمنټ خصوصيات بيان كړل۔ ده د كرونا وائرس د رنځورانو يو شمېر طبي مثالونه د پاكستان ډاكټرانو او طبي عملې سره شيئر كړل۔ ده د وائرس د رنځورانو د خيال ساتلو او درملنې په اړه خپله پوهه او د چين نقطه نظر هم وړاندې كړو ۔ د چين ډاكټرانو او پوهانو د ګډون كوٶنكو د پوښتنو هركلي وكړو د وائرس په اړه ئې صحت مندې خبرې وكړې۔ په دې موقع د صحت د قامي ادارې اېګزېكټو ډائرېكټر مېجر جنرال عامر اکرام د چين د هېلت ډلې او د غونډه د ګډون كوٶنكو مننه كولو سره ووئيل د نړيوالې وباء مخنيوي په اړه د چين تجربو نه ګټه پورته كول زمونږ د پاره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل اداره به ټولو صوبو او ريجنز لپاره دغسې تحقيقي او تكنيكي پلېټ فارم لپاره هڅې كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں