اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د کفالت پروګرام له مخې به په وړومبي پړاٶ كښې 40 لکه كورنيو ته د كورنۍ په سر دولس زره روپۍ د زيارت ورځې څخه وركول پېل شي، د 40 اربه روپو په لګښت يوټېلټي سټورز ته آرزان څيزونه وركوو، د ګرد هېواد 153 روغتونونو ته به طبي سامان د نهم اپرېل څخه وركول پېل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا سره په نېشنل كمانډ اېنډ كنټرول سنټر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې د وفاقي حكومت په مرسته كار پېل كوٶ، د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن هم وائرس ځپلې، د کفالت پروګرام د لارې به يو كروړ شل لكه كورنيو سره مالي معاونت كوٶ، په وړومبي پړاٶ كښې به 40 لکه كورنيو ته مالي معاونت وركوٶ۔ ده ووئېل هرې كورنۍ ته به دولس زره روپۍ وركولې شي، د روپو وېش لپاره نهه زره 927 پوائنټس جوړوٶ۔ ده ووئېل د کفالت پروګرام له مخې به د زيارت ورځې څخه د چېكونو د وېش كار پېل شي۔ اسدعمر ووئيل د ډاكټرانو تحفظ لپاره ټول ممكنه اقدامات كوٶ، 39 زره 500 حفاظتي كټس صوبو ته وركړې شوي او د نهم اپرېل څخه به نېغ په نېغه روغتونونو ته حفاظتي سامان ورسولې شي۔ ده ووئېل كومو روغتونون كښې چې وېنټي لېټرز كم دي ھغو ته به نور وركوٶ، په كومو روغتونونو كښې چې څلور وېنټي لېټرز دي ھغوي ته به په ترجيحي بنياد وېنټي لېټرز وركولې شي، د پنجاب 75 او د سندھ 42 روغتونونو ته به حفاظتي كټس رسوو ۔ ده ووئېل د اسلام آباد 7، د خیبر پښتونخوا 21 روغتونون ته به هم حفاظتي كټس رسولې شي، آزاد کشمیر او د بلوچستان 4 روغتونونو ته به هم حفاظتي كټس رسولې شي۔ ده ووئيل د اپرېل مياشت تر پائي به هره ورځ د 25 زره ټېسټونو كولو هڅه كوٶ، دا مهال هره ورځ درې زره ټېسټونه كېږي۔ اسد عمر واضح كړه چې زمونږ ترحيج د ډاكټرانو او پېراميډيكل سټاف حفاظت باوري كول دي۔ ده ووئيل نهم اپرېل څخه به د احساس پروګرام له مخې مرسته هم پېل شي۔ وفاقي وزير اسد عمر اولس ته غږ وكړو چې ټول كسان دې په هر قيمت په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد باوري كړي۔ وفاقي وزیر ووئيل د كرونا وائرس مقابلې لپاره ټېسټنګ بنيادي اهميت لري او دې پلو خاص پاملرنه كوٶ۔ ده ووئيل وړومبې هره ورځ د 700 نه تر 800 ټېسټونه كېدل او اوس دا شمېره دوه زره ته رسولې شوې ، تېره ورځ درې زره ټېسټونه شوي او د ټېسټ نور مشينان هم راغواړو۔ ده ووئېل حكومت هدف ټاكلې دې چې د اپرېل مياشت تر پائې به هره ورځ 25 زره ټېستونه كولې شي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د صوبو د ځينو نمائندګانو لخوا ګيلې رامخې ته شوي چې وفاقي حكومت دوي ته فنډز نه وركوي٬ ده ووئيل دا واضحه كول پكار دي چې وفاق طبي عملې ته حفاظتي سامان وركوي، د يو كروړ نه زياتو كورنيو سره مالي مرسته او د يوټېلټي سټورز د لارې هم مرسته كوو، نېغ په نيغه پیسې به نه وركړې كېږي۔