اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ واصلاحاتو پارلماني سېكترې كنول شوذب وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت په كورونا وائرس قابو موندلو له بشپړه ګامونه پورته كوي۔ كورونا وائرس څخه د بچ پاتې كېدو په تدبيرونو كښې تر ټولو زيات مهم د لاسونو 20 څخه تر 40 سېكنډونو باقاعدګۍ سره وينځل ٬ يو بل سره د لاس د لارې جوړ تازه كولو يا يو بل له غاړه وركولو څخه ځان ساتل او د ټوخي او نزلې په صورت كښې يو بل څخه د يو ميټر په فاصله پاتې كېدل دي۔ د شورؤ په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل هر چاته د ماسك كارولو حاجت نشته۔ هغه كسان دې ماسك كاروي كوم چې كورونا ځپلې دي۔ دې ووئيل ډاكټران او نوره اړوند عمله كومه چې د رنځورانو خېر خبر اخلي او خيال ئې ساتي هغه دې ماسك اچوي