د تحريك انصاف حكومت په نېك نيت سره د اولس د ستونزو حل كولو هڅې كوي. عمر ايوب خان

image

هري پور 26 فروري (اے پي پي) د توان، پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د تحريك انصاف حكومت په نېك نيت سره د اولس د ستونزو حل كولو هڅې كوي، د برېښنا د غلا مخ نيوي لپاره 55 زره مقدمې درج كړې شوې دي او 8 زره كسان زندان ته اچول شوي دي، دغسې د سختو اقداماتو په نتيجه كښې د ووړو او ټماټر بېعه ټيټه شوې. د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د اولس ټولې ستونزې حل كوو. وفاقي وزير دا خبرې تېره ورځ په ټهنډا چوها لوره ٍښې د اوبو سكيم پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع صوبائي وزيران او نور مشران هم موجود وو. وفاقي وزير ووئيل چې په يو شمېر سيمو كښې د ګاز په پروژو هم كار روان دے. ده ووئيل چې څلور كاله پاتې دي، اولس دې صبر وكړي، د دوي يوه يوه ستونزه به حل كولې شي. ده ووئيل چې تحريك انصاف حكومت په نېك نيت سره د اولس د ستونزو حل كولو هڅې كوي، د برېښنا د غلا مخ نيوي لپاره 55 زره مقدمې درج كړې شوې دي او 8 زره كسان زندان ته اچول شوي دي، دغسې د سختو اقداماتو په نتيجه كښې د ووړو او ټماټر بېعه ټيټه شوې. د راتلونكو څلورو كلونو په مهال به د اولس ټولې ستونزې حل كوو.

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں